ads

راشد خان د ملا د ټپ له کبله د اسټرلیا په سوداګریز لیګ کې نه لوبیږي

افغان توپ اچوونکی راشد خان د ملا د ټپ له کبله د اسټرلیا د بګ باش سیالیو په راتلونکي پړاو کې نه شي لوبېدلی

کامران احمدزی
2 لیندۍ 1402
راشد خان د ملا د ټپ له کبله د اسټرلیا په سوداګریز لیګ کې نه لوبیږي

د نوموړي اړوند ایډلایډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې خان په ملا کې ټپ لري او ډاکټرانو ورته د نه لوبېدو توصیه کړې.

یادې لوبډلې د راشد ټپي کېدل د خپل ځان لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.

تر اوسه راشد خان او  افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نوموړي د ټپي کېدو  خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله په نږدې راتلونکې کې د راشد خان په مشرۍ له هند سره درې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA