ads

حامدکرزی: د نجونو ښوونځي پرانېستل اساسي اړتیا ده

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستو ټینګار کړی. نوموړي تېره ورځ د ایران د بهرنۍ ستراتیژۍ له غړي ډاکټر مهدي مصطفوي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانېستل مهم دي. هغه یو وار […]

نویسنده: Kamran Ahmadzai
2 لیندۍ 1402
حامدکرزی: د نجونو ښوونځي پرانېستل اساسي اړتیا ده

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستو ټینګار کړی.

نوموړي تېره ورځ د ایران د بهرنۍ ستراتیژۍ له غړي ډاکټر مهدي مصطفوي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانېستل مهم دي.

هغه یو وار بیا په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو اترو پیلول مهم بللي دي.

د یادونې ده چې حامد کرزي تر دې څو ځله وړاندې هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو ټینګار کړی، خو اسلامي امارت تل ویلي چې د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو و روسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA