له بهرنیو چارو و زارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزه کې د اسرائیلو له لوري ټول بشري حقوق تر پښو لاندې کولو او په دې برخه کې د غربي دولتونو دوه ګوني چلند د دوی باور ته زیان رسولی دی.
اسلامي امارت د اوربند په برخه کې د قطر له هڅو هم مننه کړې.
اعلامیه کې د فلسطین اشغال پای ته رسېدل، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د ستونزې اساسي حل بلل شوی دی.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د حماس او اسرائېیلو ترمنځ په څلور ورځني اوربند هوکړه شوې چې په پایله کې به یې د دواړو لورو سلګونه بندیان هم ازاد شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ