د هواپېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه د هرات، غور، بدخشان، تخار، کندز، بامیان او پنجشیر په ګډون د هېواد د ۱۸ ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې د واورې ورېدو اټکل شوی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ څخه نیولې تر ۳۵ میلي مترو پورې د ورښتونو او د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.