د دغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالحق مخدوم په کابل کې د اسلامي هنر د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:
«د اسلامي او ملي ارزښتونو ته په کتو هڅه کوو چې په هېواد کې د ټولو هغو خپرونو او تاریخي اثارو کلکه ساتنه او امنیت وساتو چې د اسلامي هنري ارزښت ولري. موږ په ټول هېواد کې د اسلامي هنري اثارو کلک ملاتړ او ساتنه کوو.»
د اطلاعاتو و کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي بیا وایي، هڅه کوي چې په هېواد کې اسلامي هنري اثارو ته جدي پام وکړي.
عزیزي زیاتوي، اسلامي امارت ژمن دی چې په هېواد کې ټول هغه هنري اثار ژوندي وساتي چې اسلامي ارزښت ولري.
«موږ ژمن یوو چې په هېواد کې د اسلامي دورو ټول تاریخي اثار او ودانۍ او یا ماڼۍ وساتو او دغه راز نړیوالو سیلانیانو ته د راتګ زمینه برابره کړو. مناسب چاپیریال ترڅنګ به د ګران هېواد ټول تاریخي او هنري اثارو ته جدي پام وشي.»
د کابل پوهنتون مشر اسامه عزیز بیا له لوړو زدهکړو وزارت او اطلاعاتو کلتور وزارت غوښتنه وکړه چې په هېواد کې مسلکي هنر ته کار وکړي.
«موږ او تاسې د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو، لازمه ده چې زموږ لوړ زدهکړو وزارت او اطلاعاتو و کلتور وزارت مسلکي هنر ته زیات پام وکړي او په دې برخه کې مسلکي اشخاص وروزي.»
په افغانستان کې داسې مهال د اسلامي هنر نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې لا هم ځيني لرغوني اثار د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي.