ads

په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په یوشمېر ولایتونو کې د واورې ورېدو او تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

شېرشاه عزیزي
1 لیندۍ 1402
په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل

د هواپېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه د هرات، غور، بدخشان، تخار، کندز، بامیان او پنجشیر په ګډون د هېواد د ۱۸ ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې د واورې ورېدو اټکل شوی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ څخه نیولې تر ۳۵ میلي مترو پورې د ورښتونو او د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA