ads

هره ورځ ۱۷زره افغان کډوال له پاکستانه راایستل کېږي

ملګري ملتونه وایي چې پاکستان هره ورځ ۱۷ زره افغان کډوال په جبر له دغه هېواده راباسي او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

شېرشاه عزیزي
1 لیندۍ 1402
هره ورځ ۱۷زره افغان کډوال له پاکستانه راایستل کېږي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرهان حق په نیویارک کې خبري غونډې ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړيواله اداره (ای.او.ام) له نورو مرستندویه ادارو سره یو ځای په سپین بولدک او تورخم کې له پاکستانه را ستانه کړای شویو کډوالو سره بېړنیو مرستو ته دوام ورکوي.
د کډوالو نړيوالې ادارې ویلي چې پخوا له دغو لارو هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانان هېواد ته ستنېدل، خو له کله راهیسې چې پاکستان په زوره د افغانانو د شړلو لړۍ پیل کړې، هره ورځ شاوخوا ۱۷ زره افغانان هېواد ته ستنېږي.
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې تر اوسه له پاکستانه تر اوسه شاوخوا څلور سوه زره افغانان په زوره را ایستل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA