ads

د کابینې په غونډه کې یو شمېر تصمیمونه نیول شوي

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د وزیرانو شورا په غونډه کې له ټولو ادارو غوښتي چې له پاکستان څخه د را ستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.

کامران احمدزی
1 لیندۍ 1402
د کابینې په غونډه کې یو شمېر تصمیمونه نیول شوي

نوموړي د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي چې د افغان کډوالو خدمت باید د ټولو ادارو د کارونو په سر کې وي.
د ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي یو وار بیا ټولو مسوولینو ته امر کړی چې له خلکو سره نرم چلند وکړي او ټولو ته په یو نظر وګوري.
په دې ناسته کې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د شته ستونزو پر هواري خبرې شوې دي.
همدارنګه په ترسره شوې ناسته کې د ښوونکو او زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړونې او د دوی د ستونزو په اړه هم بحثونه شوي دي.
که څه هم په اعلامیه کې په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو د حل په اړه یو شمېر تصامیم هم ونیول شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA