ads

د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه

د ننګرهار ځایي چارواکو ویلي چې د تورخم دروازه د ټرانزيټ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.

شېرشاه عزیزي
1 لیندۍ 1402
د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ستونزې د حل لپاره افغان او پاکستاني مسوولينو خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړی چې دغه ستونزه به په دايمي ډول حل شي.
یاد رياست تر دې وړاندې ویلي وو چې د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني مسوولينو له لوري د ترانزېټ پر مخ په داسې حال کې په مشروط ډول وتړل شوه چې له موټر چلونکو څخه يې د وېزې او پاسپورټ غوښتنه کوله.
درې مياشتې وړاندې هم دغه دروازه پاکستانيو مسوولینو د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA