ads

افغان کرکټ لوبډله له هند سره درې شل اوریز لوبې لري

د افغانستان کرکټ بورد ویلي چې ملي لوبډله به په راتلونکې جنوري میاشت کې د هند ملي لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې درې نړيوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

شېرشاه عزیزي
1 لیندۍ 1402
افغان کرکټ لوبډله له هند سره درې شل اوریز لوبې لري

د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا لوبې به د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه، ۱۴ او ۱۷مه ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه یادې لوبې له هندوستان کرکټ ادارې سره تنظیم کړې وې، خو تر اوسه یې نېټې نه وې معلومې شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ویلي چې ۲۰۲۳ میلادي کال د سیالیو د تنظیم او لاسته راوړنو له اړخه غوره کال و .
د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې له هند سره شل اووریزې سیالۍ به د دغه هېواد موهالي، انډور او بنګلور لوبغالو کې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA