د یادې موسسې له خوا د شوې سروې موندنې ښيي چې ستنېدونکي کډوال د سرپناه، خوړو، زده کړو، روغتیايي خدمتونو او د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه سروې د ننګرهار ولایت د تورخم په ښارګوټي کې له ۳۱۵ ستنوشویو کډوالو، ۶۳ فیصده نارینه وو او ۳۷ فیصده ښځو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ ترتیب شوې.
د دې سروې موندنې ښيي چې د ستنیدونکو کډوالو ۹۲ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته په اسانه ډول لاس رسی نه لري، ۹۰ فیصده کورنۍ سرپناه نه لري او ۷۱ فیصده یې د حفظ الصحې په برخه کې امکانات نه لري.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل راهیسې د نومبر تر ۱۷ پورې ۳۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.