ads

په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې

د اسلامیک ریلیف په نوم یوه غیر دولتي موسسه وایي، په تورخم کې ۹۰ فیصده را ستانه شوي کډوال لومړنیو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

شېرشاه عزیزي
30 لړم 1402
په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې

د یادې موسسې له خوا د شوې سروې موندنې ښيي چې ستنېدونکي کډوال د سرپناه، خوړو، زده کړو، روغتیايي خدمتونو او د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه سروې د ننګرهار ولایت د تورخم په ښارګوټي کې له ۳۱۵ ستنوشویو کډوالو، ۶۳ فیصده نارینه وو او ۳۷ فیصده ښځو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ ترتیب شوې.
د دې سروې موندنې ښيي چې د ستنیدونکو کډوالو ۹۲ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته په اسانه ډول لاس رسی نه لري، ۹۰ فیصده کورنۍ سرپناه نه لري او ۷۱ فیصده یې د حفظ الصحې په برخه کې امکانات نه لري.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل راهیسې د نومبر تر ۱۷ پورې ۳۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA