ads

د پاکستان ستره محکمه د افغان کډوالو پر عریضې بحث کوي

د پاکستان سترې محکمې له دغه هېواده د افغانانو په زوره ايستلو پر ضد هغه عريضه منلې چې تر دې وړاندې یې رد کړې وه.

شېرشاه عزیزي
30 لړم 1402
د پاکستان ستره محکمه د افغان کډوالو پر عریضې بحث کوي
Police officers walk past the Supreme Court of Pakistan building, in Islamabad, Pakistan April 6, 2022. REUTERS/Akhtar Soomro

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وایي، دا عريضه د پاکستان ځينو سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو ته وړاندې شوې ده .
دوی ویلي چې د لنډمهالي حکومت هغه پرېکړه چې په پاکستان کې له څو لسيزو راهيسې مېشت کډوال په زور باسي، د اساسي قانون پر ضد او غیرانساني ده.
په عريضه کې ويل شوي چې دا پرېکړه د ۴ اعشاريه څلور میليونه هغو افغان وګړو د اساسي حقونو پر ضد ده چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي.
لاریون کوونکو دا هم ویلي وو چې لنډمهالی حکومت حق نه لري چې د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د کډوالو ستنول دې سملاسي بند کړي، خو پاکستاني حکومت د هغوی غوښتنه رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA