ads

د بلخ احصائیې او معلوماتو ریاست په تېرو اتو میاشتو کې ۲۰۰ زره پېژندپاڼې وېشلي دي

د بلخ ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ زره  برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼې په نظامي او ملکي کسانو باندې وېشلي دي

احمد الله ستانکزی
19 لړم 1402
د بلخ احصائیې او معلوماتو ریاست په تېرو اتو میاشتو کې ۲۰۰ زره پېژندپاڼې وېشلي دي

د یاد ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې په وېشل شویو پېژندپاڼو کې یو لک او ۶۵ زره برېښنایي او څه باندې ۲۷ زره کاغذي پېژندپاڼې شاملي دي، چې له دې لارې څخه یې شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

د بلخ ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست رییس مولوي محمد نور وثیق وایي، چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د اسان خدمت په نوم باندې یو بل مرکز هم جوړ شي، چې په خبره یې په یاد مرکز کې به خلکو ته د پېژندپاڼو په برخه کې عاجلې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

« د ۱۴۰۲ کال له پیل نه تراوسه پورې، ۲۷ زره او ۶۴۴ کاغذي او یو لک او ۶۵ زره او ۵۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي دي. د کاغذي تذکرو څخه پنځه میلیونه، پنځه لکه او ۸۸۰۰ عواید راټول شوي، د الکترونیکي تذکرو څخه ۴۹ میلیونه، دوه لکه او ۴۸ زره او ۶۰۰ افغانۍ عواید راتول شوي دي»

ورته مهال د یاد ریاست کارکوونکي ټول عام ولس ته د خپلو ښو او پر وخت د اداري چوپړتیاوو ډاډ ورکوي. دوی وایي، چې د تېر په پرتله یې اوسمهال مراجعینو ته ګڼې اسانتیاوې برابراه کړي دي، چې ولس یې هم د چټکو خدماتو څخه خوښ دی.

د بلخ ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست د برېښنایي پېژندپاڼو د دویم مرکز مدیر بشیر احمد ایاز په دې اړه وایي:

« مخکیني نظام کې چې و انلاین سیسټم و، د مراجعینو د ثبت تعداد ډېر زیات وو، بې نظمي هم ډېره زیاته وه. اوس ان شاءالله مراجعینو لپاره هغه ستونزې نشته دي او په ورځني ډول راځي او دلته یې بایومېټریک کېږي. ښځينه کارکوونکې هم شته دي چې هغوی د ښځینه وو د بایومېټریک پروسه پرمخ وړي. او نارینه د نارینه وو د بایومېټریک پروسه پرمخ وړي»

بلخوا یو شمېر بلخي اوسېدونکي د یاد ریاست د چټکو خدماتو او د پوره شفافیت د ستاینې سربېره وایي، تر پخوا یې په دې برخه کې ګڼې ستونزې هوارې شوي دي. دوی وایي، پخوا به په میاشتو میاشتو د تذکرو اخیستلو نوبت ته په تمه وه، خو اوس په دغه بهیر کې د پام وړ منظم والی راغلی دی.

حاجی محمد او بي بي اوما چې د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستونکي دي په دې اړه داسې وایي:

« ستونزې اوس نشته دي، خلک ترې ډېر خوشاله دي، هر سړی پخپل نوبت ورځي، هر چا نه جلا جلا پوښتنه کېږي. نو په همدې اساس خلکو ته اذیت نه ورکوي، او کار یې ورته ډېر ژر حل کوي او هر سړی خپل کار پسې ځي»

« موږ چې پخوا راتللو، شپږو یا اوه میاشتو کې به هم دلته په واوره او باران کې نوبت نه رارسېده. اوس شکر دی ډېر نظم شته دی، زموږ د تذکرو فورمونه په نوبت اخلي او کار مو اجراء کوي. موږ اوس په دې برخه کې هېڅ ستونزه نلرو، لکه پخوا چې ډېره ګډوډي وه نو اوس هغسې څه نشته دي»

د مالوماتو له مخې؛ اوسمهال د یوې برېښنایي پېژندپاڼې بیه له ۵۰۰ نیولې تر ۷۰۰ افغانۍ پورې او د یوې کاغذي پېژندپاڼې بیه بیا په ۱۰۰ افغانۍ ده.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دمګړی د برېښنایي پېژندپاڼو درې لوی مرکزونه فعاله دي، چې په نږدې راتلونکې یوه میاشت کې به د «اسان خدمت» په نوم باندې د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه؛ څلورم مرکز هم فعاله شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA