ads

د افغان کډوالو د کړېدلي ژوند کیسې

پاکستان هېواد د روانې نومبر میاشتې له پیل راهیسې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړی چې تر دې مهاله زرګونه کورنۍ بېرته افغانستان ستنې شوې دي.

بصیر یاد
15 لړم 1402
د افغان کډوالو د کړېدلي ژوند کیسې

۵۵ کلن مجید چې ۱۱ اولادونه لري، تازه خوست ته راغلی او له پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن له کبله شکایت کوي او وايي، د یاد هېواد پولیسو یې ټوله شتمني لوټلې ده.
مجید د خوست مرکز اړوند د هندوانو کلي په یوه کور کې چې دوه کوچنۍ او ورانې خونې لري، د ژوند سختې شپې ورځې تېروي:
«زموږ سره ډېر زیاتی وشو، ډېر ظلم راسره وشو، مطلب موږ پاکستان ډېر په ظلم او جبر را وشړلو، هېچ شی یې هم نه را کولو سامانونه ټول پاتې شول چې کوم مو را وړلی شول، هغه مو خلاص کړل نور ټول پاتې شول.»
نوموړي زیاته کړه، پاکستان په جبر او زور سره ایستلي او هلته یې کرلي کښتونه همداسې پاتې شوې او د کور لوښي، څاروي او نور اړین توکي یې په تش ډاګ پاتې شوې دي:
«مال پاتې شو، بسترې پاتې شوې، غلې پاتې شوې او نغدې پیسې چې وې هغه یې له جیب اخیستې په تورخم یې نه پریښوې، ۵ زره کلدارې یې راکولې نوره به چې څومره پیسې راسره وې ټولې یې رانه پريښودې.»
خالد د مجید مشر زوی دی او له افغان حکومت او خلکو غوښتنه کوي چې، له دوی سره ډېر ظلم شوی او د سرپناه ترڅنګ د ژوند اړینې اسانتیاوې نه لري.
خالد زیاتوي، هر څه د خوب په څېر ورته ښکاري او د پاکستاني پولیسو له لورې ډېر ظلم ورسره شوی، مال او شتمني یې لوټ شوې ده:
«د افغانستان له ملت نه مې دا خواهش دی، دا مې غوښتنه دو چې، دغه خلک ډېر په دهشت او وحشت سره له پاکستان څخه ایستل شوي دي، خلک سرپناه نه لري د ژوند اسباب نه لري هرڅه یې ګډوډ شوي دي. دا خلک د دې ملک خلک دي، له دوی سره باید پوره همکاري وشي.»
د یادونې وړ ده چې، را ستانه شوي افغان کډوال د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې خپلو سيمو ته کډه شوي او د سرپناه ترڅنک د خوراک، پوښاک او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA