ads

بانکي خدمتونه پراخه شوي، خو خلک اوس هم شکایت کوي

په ارزګان کې په لومړي ځل د عزیزي بانک له خوا د پیسو ايستلو اتومات ماشين او له بهرنيو هېوادونو څخه د پیسو لېږد رالېږد خدمتونه فعال شول.

احسان الله ولسمل
13 لړم 1402
بانکي خدمتونه پراخه شوي، خو خلک اوس هم شکایت کوي

د دغه خصوصي بانک ولايتي مسول نجم الدين بها وايي، د خلکو د ستونزو د حل په هدف يې دغه خدمتونه فعال کړي دي.
نوموړی وويل:
«د خوشحالۍ ځای دی چې اوس په ارزګان ولايت کې د (ATM) ماشين هم فعال شو او نن يې پرانيزو. اوس دلته د ویسټرنیون سیسټم هم فعال شو او بهر مېشتي کولی شي خپلو کورنیو او خپلوانو ته پیسې راولېږدوي.»
په ارزګان کې د افغانستان بانک ولايتي مسولين وايي، د تېر يو کال په موده کې په ارزګان کې بانکي خدمتونه تر بل هر وخت پراخ شوي دي.
د افغانستان بانک ولايتي مسول حافظ عبدالقوي حقپال وایي، هغه ستونزې چې وړاندې خلک ورسره مخ وو، اوس ټول حل شوي دي.
«زيات لېري ولسواليو ته بانکونه د موسسو پیسې لېږدوي، عزیزي بانک اسلامي بانک او کابل بانک اوس د خلکو لپاره اسانتياوي رامنځته کړي دي.»
په ارزګان کې يو شمير خلک بیا له بانکو څخه شکايت کوي چې تر سياسي بدلون وروسته لاهم په بانکونو کې د دوی شته پیسې ګنګل دي او په محدود ډول ورکول کېږي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي سيف الله غوښتنه وکړه چې د دوی پر بانګي حسابونو لګول شوي محدوديتونه دي لېري شي.
هغه وايي:
«پر بانکونو بېخي رش وي، پر ښوونکو او کارمندانو داسي وخت راشي چې په مياشتو میاشتو په بانک کې نوبت نه ورته رسيږي. بل ستونزه دا ده چې د ځينو کسانو پیسې په بانک کې پرتې وي، په دوو اونیو کې سل يا دوه سوه ډالر ورکوي، هغه د خلکو ستونزې ورباندي نه حل کېږي.»
بلخوا، ځايي مسوولينو ژمنه وکړه چې د خلکو دغه ستونزې به هم ژر حل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA