دوی له ګاونډیو هېوادونو څخه هم غوښتي چې ‘د ښه ګاونډیتوب، اسلامي ورورولۍ او بشري عاطفې’ له مخې له افغان کډوالو سره له زغمه کار واخلي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له خوا خپره شوې اعلامیه په اتو مادو کې رانغښتل شوې او په هغه کې له افغان کډوالو سره پر مناسب چلند او د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار شوی دی.
اسلامي امارت ویلي:
«له کومو هېوادونو چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنېږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال دی او څوک حق نه لري چې ورنه ویې ګرځوي او یا “په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي.»
د دوی اشاره ظاهرآ له پاکستانه د ځینو افغان کډوالو هغو ادعاوو او شکایتونو ته ده چې وايي، تر یوې ټاکلې اندازې د ډېرو پیسو، مالونو او توکو لېږدولو اجازه نه ده ورکړ شوې او ترې ګرځول شوي دي.
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، په پاکستان کې افغانو کډوالو سره بد وضعیت روان دی او په کورونو یې چاپې روانې دي.
نوموړی د پاکستان پر حکومت تور لګوي چې د افغان کډوالو مالونه چور کوي، لاسي ساعتونه ترې اخیستل کیږي او په پښو کې څپلۍ نه پرېږدي.
«د پاکستان حکومت افغان کډوال له اندازې زیات ځوروي، که زه تاسې ته ووایم چې افغان کډوال یې چور کړل. له لاسونو ساعتونه ترې خلاصوي، څپلۍ ترې وباسي، جېبونه ترې لوټوي. کورونه ته په زوره ورځي او مالونه یې لوټي. موږ ته په کار دی چې ددې ظلم پر وړاندې نور باید غږ اوچت کړو.»
پخوانی ډیپلوماټ او د نړیوالو چارو شنونکی عزیز معارج بیا وایي، د پاکستان حکومت روان ظلم پر وړاندې دې په نړیواله کچه غږ پورته شي.
«نړیوالې ټولنې او د افغانستان اوسني حکومت ته پهکار دی چې د افغان کډوالو په اړه غږ پورته کړي، ترڅو په نړیوالو کچه اصول او قوانینو مراعت شي او همداشان د کډوالو لپاره په کوردننه غم وخوړول شي.»
په ورته مهال اسلام اباد کې پولیسو ویلي، د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
دوی پر خپل اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، په دې لړ کې ۶۴ ناقانونه افغانان چې زنداني شوي وو، ایستل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون مشري د سرپرست حکومت ریاست د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کوي.
له ارګه یوه جلا خپره شوې خبرپاڼه وايي، حنفي د سه شنبې په ورځ ناوخته د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د ورستنېدونکو کډوالو د ستونزو ارزولو لپاره تورخم ته تللی.
هممهاله د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې ورستنېدونکې کډوالې کورنۍ تر خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو وړیا لېږدوي.
ټاکل شوې چې د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې، ۱.۴میلیونه افغان کډوال چې اسناد نه لري، بیرته افغانستان ته راوګرځوي.
اسلامي امارت ویلي چې په تورخم بند او سپین بولدک کې د افغان کډوالو لپاره د خوراکي توکو پروګرام او نور خدمتونه چمتو شوي دي.