ads

د اقینې بندر په عوایدو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی

په فاریاب ولایت کې د اقینې سوداګریز بندر په عوایدو کې د تېر په پرتله سږکال ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

احمدالله ستانکزی
10 لړم 1402
د اقینې بندر په عوایدو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی

د یاد سوداګریز بندر د ګمرک مسوولین وایي، د سالنګ لویې لارې د رغنیزو چارو پیلېدو او بندښت، اوس په اقینې بندر کې د خوراکي او نفتي توکو د صادراتو او وارداتو پر لېږد رالېږد سیوری غوړولی دی.
د اقینې سوداګریز بندر د ګمرک رییس محمد عبدالله بلال وایي، د سالنګونو لویې لارې له بېرته پرانیستلو وروسته به، د پخوا په څېر راکړه او ورکړه په عادي ډول پیل شي او په عوایدو کې به یې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
« د سالنګ لار د شمال ولایتونو لپاره یوه مواصلاتي لار ده، له دې لارو چې کابل ته سوداګریز توکي تلل اوس کم شوي دي، دغه راز له دې بندر څخه چې منځنۍ اسیا ته صادرات کېدل هغه هم اوس کم شوي دي. دا لنډمهاله وخت دی، ډېر ژر به بېرته صادرات او واردات پیل شي»
د نوموړي په خبره، په اقینې ګمرک کې سوداګرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي او پر پوره شفافیت سربېره، په دغه بندر کې د تېرو کلونو په پرتله د ۵۰ فیصده عوایدو د زیاتوالي خبرهم ورکوي.
د اقینې ګمرک رییس محمد عبدالله بلال په دې اړه وایي:
« د تېر په نسبت باندې په ټولو ګمرکونو کې د عوایدو فیصدي لوړه شوې ده، چې په دې کې د اقینې ګمرک د عوایدو کچه هم ۵۰ فیصده لوړه شوې ده. اوسمهال دلته فساد موجود نه دی، نو چې فساد نه وي او تاجر مالیه ورکوي خامخا به عواید ډېریږي پلان شته چې د سوداګرۍ په برخه کې لازیات سهولتونه خپلو تاجرانو لپاره برابر کړو»
په همدې حال، د یاد بندر د نورم او ستندرد ادارې امر محمد عارف عرفان بیا روان کې کال کې د خپلې ادارې د ۶۰ فیصده عوایدو د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، د نورو کلونو په توپیر تېر ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید له اقینې بندر څخه راټول کړي دي.
« د تېرو دوو کلونو په نسبت اوس زموږ عواید ۶۰ فیصده ډېر شوي دي، په ۱۴۰۰ کال کې ۴۹ میلیونه عواید راټول شوي دي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۳۰۰ میلیونه عواید راټول شوي دي، سږکال زموږ د اټکل له مخې، له دې به هم د عوایدو کچه لوړه شي»
بلخوا په اقینې بندر کې یو شمېر افغان سوداګر د حکومت له لوري دوی ته، د امکاناتو او اسانتیاوو له نشت څخه شکایت کوي او پر مرکزي حکومت غږ کوي، چې په بندرونو کې دې مسلکي او پوه کسان وګماري، ترڅو د سوداګرو پرمخ شته خڼډونه له منځه یوسي.
د فاریاب ولایت په اقینې بندر کې د افغان سوداګرو د اتحادیې مشر غلام سخي قرباني په دې اړه وایي:
« سوداګرو دلته په میلیونو افغانۍ پانګونه کړې ده، تاسیسات یې جوړ کړي دي او کارکوونکي لري، موږ چې ګورو دلته هېڅ امکانات نشته دي، په دې باندې خو نه کېږي چې یو غیر مسلکي کس راولاړ شي او موږ ته لویې ستونزې جوړې کړي، موږ باکیفیته تېل راوړو خو دلته امکانات نه وي حکومت باید موږ لږ درک کړي، سوداګرو له قانون څخه هېڅ وخت سړغړونه نه ده کړې، هر څومره لګښت چې وو ورکړی یې دی، له حکومت څخه هیله لرو چې کار باید اهل کار ته وسپاري»
د هېواد په شمال کې شېرخان، حیرتان او اقینه هغه لوی سوداګریز بندرونه دي، چې له همدې لارو هېواد ته او له هېواد څخه بهر صادرات او واردات ترسره کېږي. خو په دې وروستیو کې د سالنګونو لارې تړل کېدو سره، د یادو ګمرکونو له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پیکه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA