ads

په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟

د کرېکټ په نړيوال جام کې افغانستان له سريلانکا په اوو وېکټو سيالي وګټله.

تاج ولي غورځنګ
9 لړم 1402
په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟

افعانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه او سريلانکا په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۲۴۲ منډې هدف ورکړ چې افغانستان په ۴۶ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې په خپل نامه کړه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي‌ګل عابد وایي، د افغانستان اوسنۍ کرېکټ ملي لوبډله کولای شي چې د نړۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي.
نوموړی دغه‌راز د افغانستان کرېکټ د وروستیو بریاوو امتیاز د لوبډلې روزونکو برخې ته ورکوي او زیاتوي چې هغوی په دې برخه کې مسلکي او رښتیني ګامونه اخیستي دي.
«د افغانستان کرېکټ روانو سیالیو د بري ډېر کریډیټ زه د لوبډلې روزنکو ته ورکوم، ځکه زموږ لوبډله ډيری وخت د شل اوریزو سیالیو په مورال لوبغالي ته ښکته کېدل، خو د روزونکو پرلپسې هڅو دغه مورال له شل اوریزو څخه ۵۰ اورونو ته پورته کړو چې دا یو ښه خبر دی. پخوا به زموږ بال کېده، خو بیټ به نه کېده او بیا به کله ډګر ساتنه کې ستونزې وې، خو اوس شکر دغه ستونزې هوارې شوې دي او زموږ لوبډله ډېره ښه روانه ده.»
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي څلور وېکټې واخيستې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ مجیب الرحمن درې، راشد خان او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټه واخیسته.
د سريلانکا له لوري تر ټولو ډېرې منډې پتم نیسانکا ۴۶ وکړې. کسال منډېس ۳۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۷۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۶۲، حشمت الله شهيدي ۵۸ او ابراهيم ځدراڼ ۳۹ منډې جوړې کړې.
دغه سیالي د هند په پونې لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په وینا، د سريلانکا پر وړاندې سیالۍ ته په بشپړ چمتوالی سره ورغلی و.
د تېرې لوبې په پرتله ټيم کې یوازې یو بدلون راغلی و، د نوراحمد پر ځای فضل الحق فاروقي بېرته لوبډلې ته راغلی و.
په تېر یوه کال کې افغانستان او سريلانکا ډېرې لوبې سره کړې دي او د یو ورځنیو لوبلړۍ هم افغان لوبډلې ګټلې وه.
د کرېکټ برخې یو بل مبصر او شنونکی سرتاج شاهدزی بیا وایي، که افغان لوبډلې غواړي چې د نړیوال جام په سیالیو کې وړاندې ولاړه شي، باید پاتې سیالۍ عادي ونه‌ګڼي.
«که موږ هالینډ ته په کمه سترګه ګورو او یا ووایو چې پر دوی برلاسي یوو، نو داسې نه‌ده، باید د دوی پر وړاندې ښه ولوبیږو او د جمعې په ورځ لوبه ترې وګټو. که موږ د جمعې په ورځ لوبه ګټو، نو دا به زموږ په راتلونکو سیالیو چې جنوبي افریقا او استرالیا سره دي، مثبت اغیز وکړي او په لوړ مورال به ورشوو.»
افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې د انګلنډ او پاکستان پر وړاندې دوې تاريخي برياوې لرلې.
دا لومړی ځل و چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې دغو دواړو لوبډلو ته ماته ورکوي.
د کرېکټ نړيوال جام د جدول له مخې افغانستان اوسمهال په پنځم نمبر دی که د لومړي پړاو سياليو کې د سر په اتو لوبډلو کې راشي، د راتلونکې چمپينز ټرافۍ سياليو ته به لار ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA