ads

هلمند کې د دانه داري پنبې پراخه کرکیله او پیکه مارکیټ !

د هلمند ولایت کروندګر وايې سږ کال د دانه دارې پنبې په کښت لګول شوي مصارف نه شي پوره کولای .
بلخوا بیا د دانه دارې پنبې د پروسس، بست دولتي شرکت مسوولین وایي چي له هلمندي کروند ګرو د ازاد بازار په پرتله په ګرانه بیه دانه داره پنبه پیري .

حضرت محمد روحان
8 لړم 1402
هلمند کې د دانه داري پنبې پراخه کرکیله او پیکه  مارکیټ !

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښارکې د بُست دانه دارې پنبې د پروسس دولتي شرکت تر مخ لسګونه هغه موټر ولاړ دي چې د سږ کال لاسته راغلې دانه داره پنبه پکې بار ده .
محمد نور هغه ګروندګر دی چې تر نورو مخکې یې خپله لاسته راغلې پنبه بست شرکت ته را رسولې ده ،ځکه دا شرکت یوازې د خپلې کلنۍ بودجې تر ختمه د ازاد بازار په پرتله له کروندګرو نه له درې څخه تر څلور افغانیو په ګرانه بیه پنبه پیري .
د بُست دولتي شرکت مسوولین وايې سږکال مالیې وزارت سل میلیونه افغانۍ پور ورکړی او د دغه پور دلیل په یاد شرکت کې د تیر کال هغه پروسس شوې ۱۳ سوه ټنه خالص مالوچ دي چي لا يې هم د پلور لپاره مارکیټ نه دی پیدا کړی .
د یاد شرکت تجارتي مسوول حمید الله مظهري وایي ټاکل شوې سږ کال په ورکړل شوي قرضې باندې له هلمندي کرونګرو څخه ۴۵۰۰ ټنه دانه داره پنبه وپیري .
«اول ګل پنبه په ۴۸ افغانۍ ، دوهم ګل په ۴۷ او دریم ګل په ۴۶ افغانۍ پیرو ، سږکال د مالیې وزارت سل میلیونه افغانۍ د قرض په ډول راکوي موږ تیر کال ۳۶۰۰ ټنه دانه داره پنبه وپیرله او ۱۳ سوه ټنه خالصه پنبه لاسته ترې راغله خو تر اوسه يې د نړیوال بازار دټیټوالي له کبله مارکیټ نه دی پیدا کړی «
یو شمیر هلمندي کروندګر سږکال د دانه دارې پنبې له کمو حاصلاتو او ټیټي بیې نا خوښه دي .
حبیب الله او عبدالحنان د مارجي ولسوالۍ څخه بُست دولتي شرکت ته د پلور لپاره خپله لاسته راغلې دانه داره پنبه راوړې دوی وايې :
« تقریباً پنځلس نیم جریبه کښت مې په مارجې ولسوالۍ کې کړی وو ، کابو اوه لکه روپۍ مۍ مصارف کړي دي خو تر اوسه مې ټوله شپږ خرواره پنبه ټوله کړې خپل سر هم نه جوړوي »
« پنبه تر پخوا ډیره کرل شوې خو بزګرانو ته ګټه نه کوي ځکه مرض يې وکړ حاصل يې لږ دی وچکالي هم ده خو پنبه ارزانه ده »
دهلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین خبر ورکوي چې سږ کال د دغه ولایت په ۴۹ زره ۷۵ هکټاره کرنیزو ځمکو دانه داره پنبه کرل شوې ده چې په تخمیني ډول به دوه لکه ۱۱ زره دوه ویشت ټنه حاصل ورکړي .
د یاد ریاست د ترویج عمومي مدیر احمد شاه په دې اړه وایي .
« سږ کال په هلمند کې ولایت کې په ۴۹ زره ۷۵ هکټاره کرنیزو ځمکو دانه داره پنبه کرل شوې ده او د حاصلاتو د کموالي لامل يې وچکالي او یو لړ نباتي ناروغۍ دي »
دا په داسې حال کې ده چې واک ته داسلامي امارت تر رسیدو وروسته هلمند کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی او اوس د کوکنارو ځای ترډېره دانه دارې پنبې اویو شمیر نورو کښتونو نیولی دی .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA