ads

له غصب څخه د تاریخي سیمو د خلاصولو لړۍ پیل

د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په دغه ولایت کي د تاریخي سیمو د غصب د مخنیوي په اړه د عملي چارو د پیل خبر ورکوي.

احسان الله ولسمل
19 تله 1402
له غصب څخه د تاریخي سیمو د خلاصولو لړۍ پیل

د اطلاعات کلتور رییس قاري اغاولي قریشي وایي، په دغه ولایت کي په تېرو شلو کلنو کي ډېري تاریخي سیمي د ځایی خلکو له لوري غصب شوي او خلګو پرې خپل شخصي کورونه جوړ کړي، چي دوی یي اوس پر وړاندې عملي ګام اوچت کړئ.
قاري اغاولي قریشي یي په اړه وایي:
«هو، په دې برخه کې موږ ژمن يو، تر څو په ارزګان کې چې څومره تاريخي سيمې دي، هغه به ټول له غصب څخه خلاصېږي. دغه اوس چې دغه تاريخي سيمې غصب شوې.»
د ارزګان یو شمیر اوسېدونکي د مسوولینو دغه هڅې ستایي او زیاتوي چې باید غصب شوې سیمې خلاصې شي. د ارزګان ولایت دوه اوسیدونکي سیف الله او غلارسول وایي:
سیف الله: «تراوسه ۱۵۰۰ کاله تېر شول، دغه ځاي چا نه و خلاص کړی. لکه اوس چې تاسو خلاص کړی.»
غلام رسول:
«دولتي ځايونه تاريخي ځايونه داټول غصب شوي، دا باید د عاصيبنو له لاس څخه وباسي او د تاريخي اثار کې ثبت کړي، څو په راتلونکي کې بیا څوک تجاوز ونه کړي او پوه شئ چې دا تاریخي سيمې دي.»
د ارزګان د پوهنتون یو تن استاد پوهنیار سیدولي صدیقي بیا وایي، په کار ده چې ټول تاریخي ځایونه باید ورغول شي.
هغه وایی، په دغه ولایت کې لاهم ګڼ شمېر تاریخي ځایونه د تیرو جګړو له امله ویجاړ شوي دي.
سیدولي صدیقي:
«د هر يو شخص د هره يو دولت او د هره يو ملت لپاره د تاريخي اثارو ساتنه دنده ده، داسې معنی لري لکه موږ چې خپل تاريخي هير و، که موږ خپل تاريخي اثار ونه ساتو داسي کېږي، کله خپل تاريخ ته چې پام نه کوو.»
په ارزګان کې دا مهال ۱۳۳تاریخي سیمې د حکومت سره ثبت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA