ads

په ارزګان کې جنايي جرمونه کم شوي

د ارزګان د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر مهمات نيولي دي.

احسان الله ولسمل
8 تله 1402
په ارزګان کې جنايي جرمونه کم شوي

د دې حوزې امر مولوي دفاعي وايي، د پخوا په پرتله اوس د جنايي جرمونو کچه ۷۰ فیصده کښته شوې او هغه کسان چې جنايي جرمونه ترسره کوي، د امنيتي ځواکونو له خوا نيول کېږي.
مولوي دفاعي:
«پخوا جنايي پېښې زياتې وې، اوس کنټرل شوې، خلک له موږ سره ډېره همکاري کوي. موږ تر اوسه د ولس په همکارۍ تر ۵۰پورې جنایي مجرمین نیولی او قومندانۍ ته مو سپارلي دي.»
خلک بیا وايي، د جنایي جرمونو ترسره کېدو علت د خلکو کمزوری اقتصادي حالت او بېوزلي ده.
د دوی په ونیا، که خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي، د جنايي پېښو کچه صفر ته کښته کېږي.
نصيب الله:
«يو علت بېکاري ده، زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې ځوانان ته د کار زمينه برابره کړي.»
منصوراحمد:
«جنايي پېښې رشتيا هم د پخوا په پرته کمې شوې، څه ناڅه جنايي پېښې چې اوس هم کېږي، علت یې بېکاري ده.»
د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنک رياست مسولين وايي، دا مهال په ارزګان کې په زرګونه کسان په دولتي او غير دولتي پروژو کې په کار بوخت دي او په راتلونکي کې هم هڅې روانې دي چې خلکو ته کاري فرصتونه پیدا کړي.
د دغه ریاست رییس اغاولي قريشي:
«د اسلامي امارت په راتک سره زرګونه کسان هره ورځ په کار بوخت وي او معاش ورکول کېږي. ترڅنګ يې د کانونو په استخراج کې ډېرو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې، په دې برخه کې لاهم موږ زيات کوښښ کوو چې بېروزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو.»
نه یوازې په ارزګان، بلکې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د جنایي پېښو کچه کمه شوې او په تړاو یې سلګونه کسان تر نیول کېدو وروسته قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA