ads

په پوهنځیو کې د لابراتوارونو جوړېدو خبر

د لوړو زده وزارت مسوولینو د شنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې د هېواد په دو لتي پوهنتونونو کې د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو پیلېدو ته د چمتوالي خبر ورکړ.

اسلام الدین احمدي
1 تله 1402
په پوهنځیو کې د لابراتوارونو جوړېدو خبر

په پوهنتونونو کې د شته څانګو عملي او تطبیقي مضامینو، مفرداتو د لابراتواري توکو، وسایلو او تجهیزاتو لېست چمتو کولو لومړی پړاو کلستر پیل شو چې د دې اوونۍ تر پایه به دوام کوي.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخوا وویل چې د هېواد پوهنتونونه بايد خپل کاري پلانونه داسې چمتو کړي چې د هېواد اړتياوې پوره کړي.
هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د ځینو ستونزو له کبله ټول پوهنتونونه پر ځاي د دې چې عملي بڼه خپل کړي تر اوسه نظري پاتې دي.
نوموړي وویل، څومره چې د پوهنتونونو زده کړې عملي شي، په همغه اندازه په ټولنه او نظام کې د دغو بنسټونو اغېز زیاتېږي.
«زموږ وړاندوینه دا ده چې پّ راتلونکو پنځو کلونو کې به د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو هېڅ پوهنځی او څانګه بې لابراتواره پاتې نه شي او ټول به بشپړ شي.»
یو شمېر استادان هم د کلسټر جوړېدو هر کلی کوي او وايي، د هېواد په ټولو پوهنتونو کې محصلین د لابراتواري توکو او تجهیزاتو له کمښت مخ دي.
د کابل پوهنتون د طب پوهنځي استاد محمد حارث غفاري د لوړو زده کړو وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي:
«انشاالله! له دې کلسټر وروسته امکان شته چې د اړتیا وړ ټول تجهیزات بشپړ او د محصلینو ټولې ستونزې حل شي او کوم کرکولم چې په دې غونډه کې جوړېږي، محصلینو ته به ډېر ګټور وي.»
د کابل پوهنتون کیمیا څانګې استاد محمد یوسف جویان وویل، که محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم برابره شي، مثبتې پایلې به ولري.
«تر ننه پورې عملي زده کړې کمې وې، ځکه چې په پوهنتونونو کې امکانات کم وو. په لابراتوارونو کې برېښنا او حتا اوبه به هم نه وې. مضامین چې زیات شول، د عملي زده کړو فیصدي کمه شوه. اوس مهال ۷۵ فیصده نظري زده کړې دي او ۲۵ فیصده عملي.»
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل علي وايي، یوازنۍ ستنونزه چې محصلین ورسره مخ دي، هغه د عملي زده کړو نشت دي.
«هغه څه چې په کتابونو کې دي، محصلینو ته نظري زده کړې ورکول کېږي، خو د عملي زده کړو زمینه اوس د محصلینو لپاره په پوهنتونونو کې برابره نه ده.»
دا لومړی ځل دی چې په پوهنتونونو کې د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو برابرولو لپاره عمومي کلسټر جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA