ads

په امریکا کې افغانانو ته ۱۸میاشتې نور وخت ورکړل شو

د امریکا حکومت د یوې پرېکړې له مخې هغو افغانانو ته چې په ځانګړو شرایطو کې له خپل هېواد څخه ایستل شوي، د اوسېدو ۱۸ میاشتې نور وخت ورکړی. د امریکا د کورني امنیت په اعلامیه کې راغلي، په دغه پرېکړه لیک کې ۷۴ زره هغه افغان پناه غوښتونکي شامل دي چې د ۲۰۲۱ میلادي […]

کامران احمدزی
1 تله 1402
په امریکا کې افغانانو ته ۱۸میاشتې نور وخت ورکړل شو

د امریکا حکومت د یوې پرېکړې له مخې هغو افغانانو ته چې په ځانګړو شرایطو کې له خپل هېواد څخه ایستل شوي، د اوسېدو ۱۸ میاشتې نور وخت ورکړی.
د امریکا د کورني امنیت په اعلامیه کې راغلي، په دغه پرېکړه لیک کې ۷۴ زره هغه افغان پناه غوښتونکي شامل دي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د تحول په وخت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
بل لورته د امریکا د کډوالۍ وزارت ویلي چې یو شمېر افغانانو د امریکا دوه کلنې ویزې هم ترلاسه کړې، خو دا یې د دایمې اوسېدو په معنی نه دي.
د دوی په خبره، یادو کسانو ته به د امریکا دایمي ویزې ورکول کلونه وخت ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA