ads

په بلخ کې یوې مېرمنې ۴۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د فرشتې په نوم د دغې  د سوداګرې مېرمنې مرستیال جعفر علي غلامي وایي، چې له تېر یو کال راهیسې یې د مزار شریف ښار په بېلا بېلو سیمو او دهدادي ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو پنځه مرکزونه فعال کړي او نږدې ۴۵۰ ښځو ته یې پکې د کار کولو زمینه برابره کړې ده. د […]

احمدالله ستانکزی
31 وږی 1402
په بلخ کې یوې مېرمنې ۴۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د فرشتې په نوم د دغې  د سوداګرې مېرمنې مرستیال جعفر علي غلامي وایي، چې له تېر یو کال راهیسې یې د مزار شریف ښار په بېلا بېلو سیمو او دهدادي ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو پنځه مرکزونه فعال کړي او نږدې ۴۵۰ ښځو ته یې پکې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا، له دغه کاره یې موخه پر کور ناستو ښځو ته د کاري فرصت برابرول دي او غواړي هغه میرمنې چې د غالۍ اوبدلو له زدکړې سره لېوالتیا لري په وړیا ډول زدکړه ورکړي.

« موږ مخکې غالۍ د اوبدلو لپاره د خلکو کورنو ته ورکولې، یو کال کېږي چې د ښار په هره برخه کې مو مرکزونه جوړ کړل، چې په دې کې ۴۵۰ تنه یوازې ښځې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي، اوسمهال مو یو مرکز په دهدادي ولسوالۍ فعال کې دی، چې هلته ۵۰ تنه مېرمنې د وړیو په اوبدلو مصروفه دي، موږ هڅه کوو چې د ښځو شمېر زیات کړو»  

ورته مهال د دغو کارخونو د کاري چارو یو شمېر مسوولینې وایي، په کارخونو کې په کار بوختو مېرمنو ته په دې خاطر د غالۍ اوبدلو په برخه کې زدکړې ورکوي، چې په راتلونکي کې په یادو برخو کې کار ومومي.

صالحه غلامي چې د یو مرکز مسووله ده وايي: « کابو یو کال کېږي چې موږ د غالۍ اوبدلو مرکز جوړ کړی دی او شاوخوا ۱۰۰ تنه ښځې دلته کار کوي، چې ۵۰ سلنه یې زده کوونکې دي.»

په همدې حال کې یو شمېر هغه میرمنې چې په دغو کارخونو کې د غالۍ اوبدلو پر زدکړو بوختې وایي، په لنډ وخت کې یې د غالۍ اوبدلو کسب زده کړی او اوس کولی شي چې د ځان لپاره ورته کارخونې پرانېزي.

مریم او ملکه دوه تنه هغه مېرمنې دي، چې د غالۍ اوبدلو په کار بوختي دي دوی وایي، خوشاله دي چې په دغه کارخونه کې ورته د کار زمینه برابره شوې او له دغې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابروي.

« کابو یو کال کېږي چې دلته د غالۍ اوبدلو په مرکز کې کارکوم، په لومړیو وختونو کې چې موږ راغلي وو، زده کوونکي وو، اوس په تېر یوه کال کې مو دا کسب زده کړی دی، په لومړیو کې مو د متر په اساس کار کوه، اوس د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ معاش لرم»

« دلته چې موږ کار کوو او ټولنه اوسمهال له اقتصادي ناورین سره مخامخ ده، کولای شو چې خپله کورنۍ له دې ستونزو څخه وژغورو، ددې څنګ قوي روحیه واخلو او د ټولنې بد شرایط پر موږ منفي اغېزه ونکړي»

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې بلخ ولایت کې ښځو ته د کار زمینه برابرېږي، بلکې له دې وړاندې اسلامي امارت هم په مزار شریف ښار کې د «خدیجة الکبرا» په نوم څه باندې ۴۰۰ مېرمنو ته دوه جلا بازارونه جوړ کړي وو، چې د مېرمنو د اړتیا وړ توکي پکې پلورل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA