ads

ډاکتران: د ۱۷۳روغتیایي مرکزونو تړل کېدل خطرناک دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د فتر اوچا وایي، ښایې په افغانستان کې د بودجې د کمښت له کبله ۱۷۳د تغذیې او روغتیا بیړني مرکزونه وتړل شي.

سمینه افغان
20 وږی 1402
ډاکتران: د ۱۷۳روغتیایي مرکزونو تړل کېدل خطرناک دي

یادې ادارې په تازه راپور کې ویلي چې تر پنځه کلنۍ په کم عمره ماشومانو کې ۱.۸ میلیونه په عادي خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره ۹۳۴ ماشومان په سختې خوار ځواکۍ اخته او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د ماشومانواو نسایي ولادي ناروغیو متخصصین د اوچا راپور د اندېښنې وړ بولي او پر حکومت غږ کوي چې خپله دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
ډاکټر نورالحق کاکړ په دې اړه داسې وایي:
«دولت او بهرنۍ موسسې باید په افغانستان کې د ماشوم او د مور په برخه کې خپل روغتیایي خدمات تقویه کړي، کنه دا به ناوړه پایلي ولري.»
د نسایې او ولادي نارغیو متخصصې ډاکترانې نجوا فضل او اسیا وردک هم په دې اړه خپلې اندېښنې داسې مطرح کوي:
«دا به د مور او ماشوم په مړینه کې زیاتوالۍ وښيې او هم به د مور او ماشوم خوارځواکي زیاته کړي، دولت باید دې برخې ته پام وکړي.»
«دا خبر د اندېښنې وړ دی، ځکه چې روغتیایي خدمتونو ته به د مور او ماشوم لاسرسی ډېر کم شي. د دغو روغتونونو زیاته برخه یې په ولسوالیو کې فعالیت لري چې بندیدل به یې سخت تمام شي.»
په دې اړه مو د عامې روغتیا وزارت د نظر پوښتنه هم وکړه، خو هغوی ځواب رانه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې ادارې هم ویلي وو چې د بودجې د کمښت له کبله د سلګونه روغتونونو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو او تمویل مسوولیت اسلامي امارت ته سپاري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA