ads

په کندهار کې د خټکو حاصلات کم، خو بیې یې ښې شوې

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنېزو چارو امیر مولوي شمس الرحمن موسي ویلي چې سږ کال په کندهار کې پر ۱۴۰۰هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې چې حاصلات یې شاوخوا ۱۲ زره ټنه ته رسېږي او دا حاصلات د تېر کال په پرتله کم، خو کیفیت او بازار یې بیا ښه دی.

بخت محمد ریحان
19 وږی 1402
په کندهار کې د خټکو حاصلات کم، خو بیې یې ښې شوې

«سږکال په کندهار کي خټکي پر ۸۰۰ هکټاره او هندوانې پر ۶۰۰ هکټاره مځکه باندی کرل سوی تیر کال ته په کتو سره حاصل کم سوی خو کیفیت یې ښه دي.»
د هغه په وینا، سږ کال په ځینو ولسوالیو کې د خټکیو او هندواڼو پالېزونو ځای پنبې او نورو کرنیزو توکو نیولی، ځکه پالېزونه کم شوي.
په دامان ولسوالۍ کي د خټکیو او هندوانو کروندګر حسیب الله وایي، سږ کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات ښه وو، خو حاصلاتو په وروستیو کې پالېزونو مرضونه وکړل او کښتونو ته یې ورساوه.
«سږ کال کښتونو ښه دي ځکه سږ کال هوا ښه وه خو په اخیره کي یې مرضونه وکړل نو کښت یو څه زیانمن سوو.»
د خټکیو پلورونکي بیا وایي، سږ کال خټکي او هندواڼې ځکه لږ دي چې د وچکالۍ له امله ډېرو خلکو نه دي کرلي.
د خټکیو او هندوانو پلورنکي نجیب الله وایي، پخوا به یو موټر خټکي له اته څخه تر لس زره افغانۍ وه خو سږ کال په دیارلس زره افغانۍ پلورل کېده.
«سږ کال خټکي کمزوري دي، ځکه اوبه نشته، زموږ زیاتې اوبه نورو هېوادونه ته روانې دي، باید زموږ اوبه را وګرځول شي، بیا کېدای شي مېوه ارزانه وي.»
سږ کال له کندهار څخه نورو هېوادونو ته هم خټکي او هندواڼې نه دي صادر شوي او د نورو کرنیزو توکو تر څنګ وچکالۍ او د اوبو نشتوالي یې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA