د یاد بانک نوټ پر يوې خوا د بريکس د پنځو غړو هېوادونو (برازيل، چين، هند، روسيې او جنوبي افريقا) بيرغونه او بل لوري ته د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه ښودل شوي دي.
د بریکس بانک نوټ چې د روسیې په نوښت د بریکس د ډالرو ورکولو په برخه کې جوړ شوی، په یوه برخه کې د «افغانستان اسلامي امارت» نوم هم پرې لیکل شوی دی.
بریکس د شپږو هېوادونو یوه ډله ده، چې مشري یې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو له خوا کېږي، چې د نړۍ ۲۸ فیصده اقتصادي ځواک جوړوي.