ads

د کتاب درې ورځنی نندارتون

د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د محصلینو په نوښت د یاد پوهنتون په انګړ کې د کتاب درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

احمدالله ستانکزی
13 وږی 1402
د کتاب درې ورځنی نندارتون

دغه نندارتون چې د «هنر کتاب» تر سرلیک لاندې جوړ شوی، په ۲۵۰ بېلابېلو عنوانونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ زره ټوکه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس پوهنمل سکندر میهن‌یار وایي، دغه نندارتون د یاد پوهنځي د استادانو او زده کړیالانو په مرسته جوړ شوی دی چې په کې د بېلابېلو مضمونونو ۱۸۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
میهن‌یار د دغه نندارتون د جوړېدو هدف د کتاب لوستلو فرهنګ دودول بولي او زیاتوي چې له دغه نندارتون څخه به د بلخ پوهنتون د ۱۱ بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا اووه زره زده کړیالان برخمن شي.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس پوهنمل سکندر میهن‌یار وایي:
« په دې نندارتون کې۱۸۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه د انجینرۍ، تاریخ، ژورنالېزم، ادبیاتو، طب، ارواپوهنې او وترنرۍ موجود دي، یاد نندارتون د درې ورځو لپاره د کتاب د مطالعې د ترویج لپاره جوړ شوی دی، چې په اوسنیو شرایطو کې ورته جدي اړتیا ده، ځکه چې په ټولنه کې د محصل او فرهنګیانو روحیه قوي کوي»
اوس د ځوانانو له لوري د ټولنیزو انترنټي شبکو کارول او خراب اقتصادي وضعیت، د مطالعې د کمرنګه کېدو ستر لاملونه بلل کېږي.
د دغه نندارتون یو شمېر لیدونکي وايي، د ورته ډول پروګراومونو جوړول د کتاب د مطالعې په دودولو او ترویجولو کې موثره تمامېدلای شي.
د کتاب نندارتون یو تن لیدونکی محمد په دې اړه وایي:
« د یو لوستي او کدر ځوان په توګه باید، خپل انساني حق ادا کړي، هغه خلک او ځوانان چې مطالعه او پوهه نلري، هغوی ته باید محصلین عامه پوهاوی ورکړي او خپل ځان ورته الګو جوړ کړي، نه دا چې خپل وخت په ټولنیزو شبکو کې بې ځایه تیر کړي»
بل لور ته د کتاب نندارتون د بلخ پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د زده کړيالانو له تود هرکلي سره مخ شو او دوی دغه نندارتون د ژورنالېزم پوهنځي د زده کړيالانو یو کلتوري نوښت او د قدر وړ کار وباله.
د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیال سمیع الله په دې اړه وایي:
« دا نندارتون د اناث طبقې، یعنې د خویندو د درسونو د ژر تر ژره پرانیستلو لپاره دی، له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ غوښتنو ته لبیک ووايي، او د نجونو پرمخ د زده کړو تړلې دروازې پرانیزي»
یو بل تن د اقتصاد پوهنځي زده کړیال الیاس په دې اړه وايي:
« لومړنی آیت چې نازل شوی، د هغې هدف ویل وو، یعنې هلته دا نه دي ویل شوي، چې یوه طبقه دې ووایي او بله دې نه وایي، بناُ په نارینه او ښځینه فرض دي، چې زده کړې وکړي، له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده ، چې د پوهنتونو دروازې د ټولو؛ په ځانګړې توګه د نجونو پرمخ پرانیزي، ترڅو په هر لحاظ یوه پرمختللې ټولنه ولرو او شاهدان یې واوسو»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې هم د کتاب لوستلو کلتور وده نه ده کړې او د هېواد په پوهنتونونو کې د کتابونو نندارتونونه ډېر کمرنګه شوي او هرکلى يې هم پیکه شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA