ads

په تاجکستان کې ۱۳تنه وژل شوي

په تاجکستان کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو په پایله کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

کامران احمدزی
7 وږی 1402
په تاجکستان کې ۱۳تنه وژل شوي
رانش زمین

تاجکستاني چارواکو تېره ورځ ویلي چې یاده پېښه پایتخت دوشنبې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د تاجکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د ځمکې ښویېدو له کبله د پایتخت او خجند لویه لار تړل شوې، چې له کبله یې یو شمېر موټر تر خاورو لاندې شوي او ګڼ شمېر نور بند پاتې دي.
یاده دې وي چې د مرکزي اسیا په هېوادونو کې تر ټولو زیاتې طبیعي پېښې په دغه هېواد کې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA