ads

«زرګونه ګونډې او یتیمان غیر مستحق پېژندل شوي»

ملت ته د دولت حساب ورکولو پر دوام د یکشنبې په ورځ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خپل یو کلن راپور له رسنیو سره شریک کړ.

اسلام الدین احمدي
22 زمری 1402
«زرګونه ګونډې او یتیمان غیر مستحق پېژندل شوي»

د یاد وزارت چارواکي وايي، له دوی سره ۶۳۸ زره ۹۵۴ تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت او راجسټر شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې ۳۷۱ زره ۴۲۰ تنه یتیمان او ۸۷ زره ۸۷ کونډې هم له دوی سره ثبت دي چې ۱۵۰ زره یې د اسلامي امارت او ۱۲۰ زره نورې یې د پخواني حکومت کونډې او یتیمان دي چې د طرحې مطابق حقوق ورکول کېږي.
«په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره ۴۴۹ تنه یوازې معلولین لرو چې څه باندې ۱۴۹ زره یې نارینه او ۳۰ زره ۷۷۷ یې ښځینه معلولینې دي.»
حقاني دغه زار په یاده پروسه کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د حقونو ورکړې په برخه کې د شفافیت ډاډ څرګنډ کړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې سروې پیل کړې چې تر دا مهاله ۱۲ زره کونډې او یتیمان او شاوخوا ۷ زره ۵۰۰ معلولین غیر مستحق پېژندل شوي چې دا لړۍ دوام لري.
«د ۱۴۰۱ لمریز کال څخه تر اوسه پورې ۱۳ ملیارده ۵۹۳ میلیونه ۸۵۰ زره او ۷۶ افغانۍ د اسلامي امارت، ملکي شهیدانو او د تېرې ادارې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د بانکي سیسټم له لارې وېشل شوې. نويو ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته بانکي حسابونه افتتاح او بانکي کارتونه ورکړل شوي دي.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس مولوي کلیم الله افغان هم د یاد وزارت د عوایدو په اړه وویل چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دوی ته د ماليې وزارت له خوا ۱۳ نیم میلیارده افغانۍ بودجه ټاکل شوې وه چې نهه نیم میلیارده یې مصرف او پاتې څلور میلیارده یې د ځینو دلایلو پر اساس بېرته کمه شوې.
نوموړي زیاته کړه چې په تېر کال کې د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې شاوخوا یونیم میلیارد افغانۍ او سږ کال پنځه میلیارده افغانۍ مصرف شوې ده.
«تېر کال قطعي بودجه نهه نیم میلیارده افغانۍ وه او سږکال ۱۲ میلیارده افغانۍ اعلان شوې چې تر اوسه پورې د یاد وزارت له خوا یې پنځه میلیارده افغانۍ له قانون سره سم مصرف شوې ده.»
د پاتې کونډو، یتیمانو او معلولینو ثبتول، د حقوقو او مساعدتونو اجرا کول، د برېښنايي سیسټم نورو ولایتونو ته غځول او د کونډو یتیمانو او معلولینو بایومتریک او له نړیوالو او خیریه بنسټونو څخه د مرستو جلبول د یاد وزارت راتلونکي پلانونه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA