ads

ګجرات لوبډله پای‌لوبې ته ووته

د هندوستان په سوداګریزو سیالیو کې ګجرات ټیټاینس لوبډله له چینای سوپر کینګ سره پای لوبې ته ووته.

کامران احمدزی
6 غبرګولی 1402
ګجرات لوبډله پای‌لوبې ته ووته

تېره شپه د یادو سیالیو په وروستۍ نیمه پای لوبه کې ګجرات لوبډلې ممبي ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه ګجرات لوبډلې وکړه او د شوبمن ګیل د ۱۲۹ منډو پر مټ یې ۲۳۳ منډې جوړې کړې.
ممبي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او ټوله لوبډله یې په ۱۹م اور کې په ۱۷۱ منډو وسوځېده.
ټاکل شوې چې د چینای او ګجرات ترمنځ به پای لوبه د روانې می میاشتې پر ۲۸مه نېټه په احمد اباد ښار کې ترسر شي.
تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګجرات لوبډلې ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA