تېره شپه د یادو سیالیو په وروستۍ نیمه پای لوبه کې ګجرات لوبډلې ممبي ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه ګجرات لوبډلې وکړه او د شوبمن ګیل د ۱۲۹ منډو پر مټ یې ۲۳۳ منډې جوړې کړې.
ممبي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او ټوله لوبډله یې په ۱۹م اور کې په ۱۷۱ منډو وسوځېده.
ټاکل شوې چې د چینای او ګجرات ترمنځ به پای لوبه د روانې می میاشتې پر ۲۸مه نېټه په احمد اباد ښار کې ترسر شي.
تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګجرات لوبډلې ګټلې وه.