له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرواګرام له لارې ترسره کېږي.
هند له افغانستان سره د مرستې دا اعلان د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په ناسته کې کړی.
هندي استازي دې ناستې ته ویلي چې یاد مرسته به د ایران د چابهار بندر له لارې انتقال شي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، هند په افغانستان کې د بشري بحران د کمېدو لپاره د ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرستې اعلان کړی و.