ads

د اسلامي امارت پر دوو نورو مشرانو بندیزونه

تېره ورځ اروپايي ټولنې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو څخه د سرغړونو په تور، د شپږو هېوادونو په استازو بندیزونه ولګول.

کامران احمدزی
17 کب 1401
د اسلامي امارت پر دوو نورو مشرانو بندیزونه

د یادې ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د اسلامي امارت د دوو مشرانو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د امربالمعروف وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هم شامل دي.
په دغو بندیزونو کې نهه اشخاص او درې رسمي ادارې شاملې دي چې د وېزو د بندیز په ګډون به په دې ټولنې کې د دوی هر ډول شتمني کنګل کېږي.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیب بوریل ویلي چې دا اقدام یې د مېرمنو د حقونو لپاره د عملي مبارزې په هدف کړی دی.
اسلامي امارت بیا د دوحې د تړون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي او وایي چې د دغه تړون پر اساس باید د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلي بندیزونه لېرې او هڅه ونه شي چې تر دې وروسته بندیزونه نور هم پراخه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA