په پرېکړه لیک کې د جګړې درېدو او له اوکراین نه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې.
۱۴۱ هېوادونو دا پرېکړه لیک تایید کړ، ۳۲ ممتنع رایې وکارولې او د روسیې په ګډون یوازې ۷ مخالفی رایې ورکړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا تصویب شوي پرېکړه لیک کې هر څه ژر د سولې پر ټینګښت ټینګار وشو.
دا پرېکړه لیک د روسیې لخوا پر خپله خاوره د اوکرایین د لاندې شویو سیمو ورګډول ردوي او د دغه هېواد د “حاکمیت” او “ځمکنۍ بشپړتیا” ملاتړ کوي.
تېر سپتمبر مسکو کې د روسیې پارلمان غړو دې ته رایه ورکړه چې د اوکرایین څلور سیمې به د روسیې پر خاوره ورګډېږي.
اوکراین وایي دغو رایو روښانه کړه چې روسیه باید خپل غیر قانوني یرغل پای ته ورسوي او دا چې د اوکرایین ځمکنۍ بشپړتیا بېرته پر ځای شي.