ads

ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه

په دې مشاعره کې د دې ولایت لیکوالو، فرهنګیانو او شاعرانو ګډون کړی وو، چې ډېری شاعرانو په خپلو شعرونو کې د نرګس د ګل ستاینه کوله

فقیر محمد فقیرزی
26 سلواغه 1401
ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د دې مشاعرې بنسټګر محمد داوو شهید وایي، په لومړي ځل یې په ۱۳۹۳ کال کې د نرګس ګل مشاعره په خپل کور کې ترسره کړې وه او اوس خوښ دی چې هرکال د لسګونه شاعرانو ترمنځ ترسره کېږي.

(( ما په لومړي د نرګس ګل مشاعره په خپل شخصي لګښت خپل کور کې جوړه کړه اوس ښه ده هر کال دا مشاعره ترسره کېږي ، مینه وال او ګډونوال یې زیاتېږي.))

مشاعرې ته ګڼ شمیر شاعرانوخپل شعرونه وړاندې کړل او ځینو یې د ترنم په ژبه د شعر خواږه پر ګډونوالو وویشل.

فرهنګیان دا ډول مشاعرې د شعر او ادب د پرمختګ اوملاتړ لپاره ګټورې بولي او غوښتنه کوي چې دا ډول ورځې دې تر دې هم شانداره ونمانځل شي.

لیکوال او شاعر ضیاءالدین همت مل له شاعرانو وغوښتل چې ټولنې ته د شعر په ژبه ښه فکر وړاندې کړي او په ټینګار سره یې وویلې چې د دوی شعرونه باید شعار ونه ګرځي.

نوموړی زیاتوي: (( شاعر باید ټولنې ترجمان وي، څه چې حق وي باید وې وايي، دا د شاعر حق دی نه بېځایه ستاینې او نه بې ځایه غندنې وکړي شاعر باید څه چې وینې هغه ووايي.))

بل لورته بیا د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئيس قاري نورمحمد حنیف بیا ډاډ ورکوي، چې ادبي او فرهنګي ناستې به لا غني او په فرهنګي برخه کې به د شاعرانو ملاتړ کوي.

د اطلاعات او کلتور رییس زیاتوي: (( د دا ډول فرهنګی غونډو ملاتړ کوو د دې لپاره چې زموږ ولس په دې وپوهېږي او یو فکر ولېږدول شي.))

د نرګس ګل مشاعرې بنسټ له نن څخه کابو  اته کاله وړاندې اېښودل شوی او هرکال په دې ولایت کې د نرګس د ګلانو د زرغونېدو پرمهال ترسره کېږي.

د دې مشاعرې ترڅنګ د نارنج ګل دودیزه مشاعره بله هغه ده چې هرکال په کې د هېواد د ولایتونو سربېره له کوزې پښتونخوا هم شاعران او لیکوالان ګډون کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA