د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، نوموړي ویلي، هېواد به یې له سویډن پرته په ناټو سازمان کې د فنلنډ غړیتوب تایید کړي.
وروسته له هغه چې ډنمارکي سیاستوال «راسموس پالودان» په سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم نسخې وسوځولې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.
اردغان ویلي، په سویډن کې د دوی د سفارت مخې ته له داسې سپکاوي وروسته باید دا هېواد له ترکیې څخه د خیر تمه ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، سویډن او فنلنډ په ناټو سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.