ads

سراج‌الدین حقاني: د نجونو د زده کړو په برخه کې شته ستونزې د حل وړ دي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د مارټین ګریفټس په مشرۍ  له راغلي پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې تعلیمي برخه کې شته ستونزې د حل کېدو وړ دي

کامران احمدزی
5 سلواغه 1401
سراج‌الدین حقاني: د نجونو د زده کړو په برخه کې شته ستونزې د حل وړ دي

نوموړي ویلي، په دې برخه کې د نظرونو توپیر شته، خو دا ستونزه به د نجونو د د زده کړو د دایمي محرومیت سبب نه ګرځي.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس په دې لیدنه کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کاري حقونو د ورکړې غوښتنه کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مارټین ګریفټس ویلي، ډېر انتقادونه د تفاهم مخه نیسي او یو د بل پر هره کړنه باید انتقاد ونه شي.

 د یادونې وړ ده چې نوموړي تېره ورځ د کډوالو اوبېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې دوی د مرستو بندولو اراده نه لري، خو د مېرمنو پر کار بندیز یې کارونه ټکني کړي دي.

هغه ویلي، دوی د مرستو په رسولو کې د افغاني کلتور او اسلامي اصولو رعایت ته ژمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA