ads

د ارزګان ولایتي مسوولین: له لایسنس پرته چاته د موټر چلوونې اجازه نه ورکوو

د ارزګان ولایت مسوولین وايي، هغو موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې لایسنس ونه لري

احسان الله ولسمل
5 سلواغه 1401
د ارزګان ولایتي مسوولین: له لایسنس پرته چاته د موټر چلوونې اجازه نه ورکوو

د ارزګان امنیه قومندانۍ د امنیت امر حاجي امین وايي، دا کار یې د ټرافیکو پېښو د مخنیوي لپاره کړی
دی.
«هغه کسان چې قانوني عمر یې نه وي پوره او دغه راز یې لایسنس نه وي ترلاسه کړی، د موټر چلولو
اجازه نه ورکول کېږي.»
دارزګان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو کلید راډیو ته وویل چې د تېرو څو میاشتو په موده کې یې
درې زره او ۵۰ موټر چلونکو ته مسلکي زده کړې ورکړې دي.
عام خلک هم د دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د ټرافیکو پېښو کچه راټیټه شي.
د ارزګان اوسېدونکي محمد شفیق کلید راډیو ته وویل:«لایسنس د هر موټر چلوونکي لپاره مهم دی، زه
باوري یم چې په دې کار سره به د ټرافیکي پېښو کچه راټیټه شي.»
په همدې حال کې هغه کسان چې مسلکي زده کړې یې ترلاسه کړې، خوښ دي او وايي، هغه څه یې زده
کړي چې پخوا پرې نه پوهېدل.
«د ارزګان دوه تنو اوسېدونکو سیدنور او اخترمحمد کلید راډیو ته وویل:« زه له ټولو غواړم چې
لایسنس جوړ کړي، ځکه موږ د موټر چلونې په برخه کې ډېرې زده کړې وکړې، لایسنس د ټولو لپاره
ډېر مهم دی.»
« زه د مسلکي زده کړو لپاره راغلی یم، ترڅو زدکړې وکړم او غواړم په دې کار سره د ټرافیکو پېښو
مخنیوی وکړم.»
د یادونې وړ ده چې هر کال په هېواد کې د ټرافیکي پېښو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
باور دا دی چې که ټول موټر چلوونکي لایسنس ترلاسه او د موټر چلوونې پروخت احتیاط وکړي؛ نو دا

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA