ads

له رسنیو څخه د پورونو ورکړې غوښتنه

د ننګرهار ولایت مقام په یوه مکتبو کې له خصوصي رسنیو غوښتي، چې خپل جوازونه تمدید او خپل پورونه دولت ته وسپاري

جان اغا صالح
25 مرغومی 1401
له رسنیو څخه د پورونو ورکړې غوښتنه

په مکتوب کې دخصوصي رسنیو له مالکینو غوښتل شوي که خپل جوازونه تمدید او باقیداري تحویل نه کړي نو د حکومت له لوري به له قانوني چلند سره مخ شي.

په دغه مکتوب کې د دې ولایت ۱۵ خصوصي رادیوګانې او تلوېزیونه شامل دي.

په ورته مهال د خصوصي رسنیو مالکین بیا د یاد مکتوب خپریدو اندیښمن کړي او وایي که عملي شي ډېری رسنۍ به خپل فعالیت ودروي.

ننګرهار کې صفا په نوم د یوې خصوصي راډیو مسول اسمعیل حضرتي وایي، په دې وروستیو کې رسنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولی پر دوی شته مالیه اداء کړي.

نوموړی وایي  یو شمیر رسنۍ د لوړې مالې د ورکړې توان نه لري او که پرې فشار وارد شي ښایي خپل فعالیت ودروي.

حضرتي زیاتوي:«کوم مکتوب چې اوس د حکومت له لوري د رسنیو اړوند خپور شوی مونږ یې اندیښمن کړي یو، ځکه اوس رسنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او خپل ورځني مصارف هم نشي پوره کولای، نو غوښتنه کوو چې حکومت دې په دې بد اقتصادي وضعیت کې د رسنیو ملاتړ وکړي مالیه او باقیداري دې راکمه کړي او که چیرې دا خبره جدي ونیول شي نو زیاتې رسنۍ به فعالیت ودروي.»

ننګرهار کې د دوست په نوم یوې بلې خصوصي رادیو مسوول سیرت ساپی هم ورته اندیښنه لري او له حکومت د رسنیو د ملاتړ او د ماليې پر کمېدو ټینګار کوي.

نوموړی له حکومت او د رسنیو له نورو ملاتړو ادارو غوښتنه کوي، چې په مالي برخه کې دې د رسنیو لاسنیوی وکړي.

ساپی زیاتوي:« څو علتونه دي چې له امله یې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي اول دا چې د ولایتونو ترمنځ تفکیک نه دی شوی د جوازونو او مالیاتو په برخه کې یعنې ټولو ولایتونو ته یو ډول مالیات دي خو حکومت باید مالیات راکم کړي او ورسره باید د رسنیو ملاتړ وکړي، ځکه مخکې به د حکومت ځینې پرورګرامونه د رسنیو له لارې خپریدل او دوی ته به یې پېسې ورکولې خو اوس داسې څه نشته؛ نو مونږ د رسنیو په اړه خپاره شوي مکتوب خواشیني کړي یو او غوښتنه کوو چې باید حل لار پیدا شي.»

په دې ولایت کې د خپلواکو رسنیو د اتحادیې مسوول هم مني، چې ځینې خپلواکې رسنۍ په دې ولایت له دولت نه پوروړې دي.

هغه وایي دوی هم هڅه کوي، د رادیوګانو جوازونه تمدید کړي، خو غوښتنه کوي، چې دوی سره دې د جواز د تمدید تر مودې ګوازه وشي.

د خپلواکو رسنیو د اتحادیې مسوول شفیق الله رحماني کلید ته وویل:

دا مکتوب داسې مهال رسنیو ته استول کېږي. چې د رسنیو مالي امکانات کم شوي او له همدې امله یې ډېری خپلو کارکوونکي له دندو لرې کړي.

اوس د رسنیو د مسوولینو وېره دا ده که پر دوی فشار ډېر شي ښايي دوی هم خپل فعالیتونه بند کړي، چې له امله به یې په دې ولایت کې رسنیز فعالیت نور هم ټکنی شي.

په خپور شوي مکتوب کې لیکل شوي چې په ننګرهار کې له یادو خصوصي رسنیو د ۱۴۰۱/۷/۳ غوښتل شوي وو، چې خپل جوازونه او باقیدارۍ دې تحویل کړي خو په مکتوب کې یادونه شوې چې تراوسه یادو رسنیو خپلې باقیدارۍ او جوازونه نه دي تمدید کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې مکتوب کې هغه رسنۍ هم شاملې دي چې په تیر یوه کال کې یې رسنیز فعالیت نه دی ترسره کړی.

له دې وړاندې د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا چې تلویزیونونو او راډیوګانو ته د فریکونسیو د وېش مسوولیت لري، په یو رسمي مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت ته د یوه نوملړ په استولو د هغو رسنیو د پېژندنې غوښتنه کړې، چې د فعالیت جوازونه یې نه دي تمدید کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA