یاده لوبه د قطر په لوسېل لوبغالي کې ترسره شوه چې د فرانسې د جمهور رییس امانویل مکرون په ګډون ورته لسګونه زره لیدونکي راغلي وو.
په دې لوبه کې که څه هم ارجنټاین په لومړۍ پاڼۍ کې دوه ګولونه ترسره کړل، خو فرانسې بیا د لوبې له ۸۰یمې دقیقې وروسته پرلپسې دوه ګولونه ترسره کړل، چې لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دغه راز په اضافي وخت کې هم یاده لوبه ۳ـ۳ مساوي شوه، خو په پنالټي پړاو کې بیا ارجنټاین څلور او فرانسې دوه ګولونه ووهل.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی لیونل میسي ونومول شو.
دغه راز د سرو زرو د بوټ جایزه بیا د اتو ګولونو په وهلو سره د فرانسې لوبغاړي «کلېان ایمباپې» ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې ارجنټاین تر دې وړاندې دوه ځلې د فوټبال نړیوال جام پای لوبه ګټلې وه.