ads

انجه؛ د ګټې وټې ښه کښت

ارزګان د هېواد په جنوب کې هغه ولايت دی چې له هلمند وروسته د کوکنارو ستر توليدوونکی ولايت ګڼل کيږي، خو سږکال په کې کروندګرو د انجې کرکېلې ته مخه کړې ده.

احسان‌الله ولسمل
27 لړم 1401
انجه؛ د ګټې وټې ښه کښت

ځايي مسوولين هم وايي، ارزګان د انجې کښت لپاره مناسبه ځمکه لري.

بیلچه په لاس عبدالولي هغه ځمکه د کر لپاره چمتو کوي چې هر کال به يې په کې په همدغو ورځو شپو کې کوکنار کرل.

سږکال سره له دې چې د کوکنارو قيمتونه لوړ دي، عبدالولي دغه ځمکه د کوکنارو لپاره نه بلکې د يوه بل بوټي د کر لپاره چمتو کوي چې په حاصل يې خپل کلني لګښتونه پوره کړي.

هغه چې په څېره کې يې د نوي کرل شوي بوټي د حاصلاتو لپاره هيلې ښکاري، وايي چې اوريدلې يې دي چې د کوکنارو ښه بديل همدغه انجه ده.

نوموړي کليدراډيو ته وويل:«که ورته وګورو تارياک چې دي هره وخت اوبه غواړي خو انجه چې ده په کال کې څلور ځله اوبه غواړي. دا تر ۱۵ کالو پوري حاصل ورکوي. »

د عبدالولي په خبره، انجو ډيره اقتصادي تماميږي، هم يې کر اسانه دی او هم کومه بله ستونزه او ناروغي لري.

دا يوازې عبدالولي نه دی چې په خپله ځمکه یو نوی بوټی تجربه کوي، په لسګونه نور کروندګر هم دا وايي چې د انجو حاصل له اقتصادي اړخه ګټور دی او کيدای شي د دوی مخ پر ځوړ اقتصاد ورسره ښه شي.

محمد شفيق بیا بل هغه کروندګر دی چې پر خپله ځمکه انجه کرلې ده.

که څه هم نوموړی د انجو حاصلاتو ته خوښ دی خو بازار موندنې ته يې په اندېښنه کې دی.

هغه په دې اړه کليد راډيو ته وويل:«دغه انجه چې ده، ارزګان ته په لومړي راغلې ده، اول ځل دی چې موږ يې په خپله ځمکه کې کرو. دا په لوړه بیه پلورل کيږي. يو کيلو يې په ۱۰ زره افغانۍ ده خو ستونزه دا ده چې موږ دلته د انجو بازار نه لرو، چې شيره يې دلته وپلورو باید زموږ لپاره بازار پیدا شي.»

 نوموړی وايي، کوکنار نشه يي کښت دی خو انجه ځکه ګټوره ده چې حاصل يې په درملو او دواګانو کې کارول کيږي.

د کرنې ماهرین هم د انجو بوټی ګټور بوټی بولي او وايي چې که کروندګر په مسلکي ډول دغه بوټی وکري او بازار موندنه ورته و شي، د کروندګرو اقتصادي وضعيت به ورسره پر پښو دريږي.

د ارزګان ولايت د کرنې پوهنځی استاد پوهنيار احمدالله احمدي له کليد راډيو سره به خبرو کې وويل چې انجې لږو اوبو ته اړتيا لري او داسې بوټی دی له حاصل سره يې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه کېږي.

نوموړی وايي، انجو داسې بوټی دی چې په کمه ځمکه کې ډير حاصل ورنه اخیستل کېږي.

د ده په وینا، انجه نوی بوټی دی او کروندګر ېې په پالنه او روزنه ډېر نه پوهيږي، حکومت باید په دي برخه کې کروندګرو ته روزنه ورکړي:«انجو د ارزګان له هوا سره ښه توافق کوي، مصارف يې هم کم دي. له بلې خوا انجو کم اوبه.»

په ارزګان ولايت کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم خوښ دي چې په دې ولايت کې کروندګرو د انجو کرنې ته مخه کړې ده.

د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسول قدرت الله حميدي هم انجو يو ګټور بوټی يادوي او زياتوي چې دوی له وړاندې په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي ترڅو د انجو کرنه په ارزګان ولايت کې وده وکړي.

هغه وايي چې د کروندګرو د روزنې او د انجو د بازار موندنې لپاره به دوی خپل پلانونه له وزارت سره شريک کړي:«ارزګان يو له هغو ولايتونو څخه دي چې د انجو کښت به په کي ښه نتيجه ورکړي. انجو کښت اوس مخ پر پراختيا دی، خلکو ښه پاملرنه ورته کړې ده، که چيرې دغه کښت وشي، د کوکنارو ښه بديل به شي.»

د نوموړي په وینا، د ارزګان د کرنې ریاست د انجو د کرنې په برخه کې د روزنې په پار، د KRO موسسي ته يو پروژه هم ورکړې ده چې دغه کښت وده وکړي.

انجه یا انغوزه د افغانستان د غوره طبيعي او صادراتي بوټو په ډله کې راځي چې پخوا به د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په قدرتي توګه زرغونه کېدل چې د نامسلکي ګټې اخستنې له کبله ورک شول خو له ۱۳۹۳ کال څخه را پدېخوا یې په هېواد کې د کرکېلې او د شیرې د تولید کچه د پام وړ وده کړې ده.
د لومړی درجه انجه کیلو په ۸۵ امریکايي ډالرو او دویم یې په ۷۰ امریکایي ډالرو پلورل کيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA