له یاد بانک څخه د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته له رارسېدو وروسته یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
په خبر پاڼه کې له دغې مرستې هرکلی شوی، خو له نړیوالې ټولنې څخه په کې غوښتل شوي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره کړي. پرون هم افغانستان بانک له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام د ۴۰میلیونه ډالرو د رارسېدو خبر ورکړی و.
تر دې وړاندې بیا یوناما ویلي چې دوی په یو کال کې له افغانستان سره یو میلیارد ډالره بشري مرسته کړې ده.