ads

په ننګرهار کې د شنو خونو حاصلات په رسېدو دي

د ننګرهار کانال ریاست چې ګڼ شمېر کرنیز فعالیتونه ترسره کوي، دا مهال يې په سلو شنو خونو کې بېلابیل ډوله کرلې ترکاري حاصل ته رسېدلي، چې په غېر موسمي وخت کې بازار ته وړاندې کېږي.

جان اغا صالح
10 لړم 1401
په ننګرهار کې د شنو خونو حاصلات په رسېدو دي

د دې ادارې مشر مولوي غلام الرحمن کظیم کلید ته وویل، دغه شنې خونې چې اوس مهال په کې بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلي د ټولو لړۍ يې روانه ده او د اټکل له مخې به يې د تېر په پرتله لوړ حاصل ورکړي، چې د پام عواید ترې ترې لاسه کېږي.
نوموړی وایي، پلان لري چې په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي او زیاته وي که اړتیا ولیدل شي، نو یو شمېر نورې شنې خونې به هم جوړې کړي.
کظیم زیاته کړه:
«د کانال ریاست له لوري اوسمهال په دغه ولایت کې سل شنې خونې جوړې شوې، هغه تعداد شنې خونې چې موږ یې اوس لرو، که دا شنې خونې د خلکو د تازه سبزۍ اړتیاوې پوره نه کړي، نو نورې به جوړې کړو، تر څو د هغه خلکو لپاره چې د شنو خونو د حاصل نه استفاده کوي او د هغوی اړتیا نه شې پوره کولی؛ نورې شنې خونې هم جوړې کړو.»
د کانال ریاست له لوري دا شنې خونې چې کرنیزو شرکتونو ته په قرار داد ورکړل شوې او اوس مهال په کې فعالیت سرته رسوي.
کارګر یې سږني کال حاصل ته خوښ دي او هیله لري چې د ډېرې ګټې وټې سبب به شي.
جان ولي او شاه محمد چې په یادو شنو خونو کې کار کوي، له کلید سره یې په خبرو کې وویل، تر دې وړاندې یې په نورو هېوادونو کې کار کاوه، خو اوس چې په هېواد کې ورته کاري فرصت برابر دی، خوښ دي.
جان ولي زیاته کړه:
« ډېر خوشاله یم چې د کانال ریاست له لوري په جوړو شویو شنو خونو کې کار کوم او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه ګټم، پع دې شنو خونو کې رومیان، مرچ، بادرنګ او بانجان کرل شوي دي حاصلات ښه دی خو وایروسونو په ننګرهار کې زیات شته خو بیا هم حاصل ښه دی.»
شاه محمد زیاته کړه:
«تر دې وړاندې چې کارونه نه و، زه ایران ته تلم دغه کار مې په ایران کې کاوه هلته به زموږ پر وړاندې ستونزې سختې زیاتې وې، خو اوس خوشاله یم چې په خپل هېواد کې راته دا کار په لاس راغلی ډېر خوښ یم.»

جان ولي غوښتنه کوي چې د شنو خونو د پرمختګ لپاره دې حکومت ورسره د تخمونو په برخه کې مرسته وکړي تر څو دوی وکولی شي، په لوړ کچه حاصل ولري او په غېرې موسمي وخت کې پرې د خلکو اړتیا پوره شي.
جان ولي زیاتوي:
«زموږ له حکومت غوشتنه ده چې دلته ښه سټنډرډ او پورته تخمونه راوړي، چې بزګرو او د دغه مسلک خاوندانو ته دې ورکړي، تر څو هغوی ښه حاصل واخلي. دا یو بوټي چې موږ حاصل ته رسوو، په دې موږ زیات مصرف کوو، په یوې شنې خونې تقریبا ۳ سوه ۷۰ زره افغانۍ لګښت راځي دا که حاصل سم ورنکړي بیا ټولو ته تاوان دی.»
که څه هم اوس مهال د پخوا په پرتله په ختیځ کې د شنونو خونو شمېر زیات شوی، خو په ورته مهال غوښتنې کېږي چې حکومت او ملي سوداګر دی، د سړو خونو جوړولو لپاره هم هڅې وکړي؛ تر څو په کې د اړتیا وړ ترکاري او میوه خوندي او د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه شي.
اوس مهال په غېرې موسمې وخت کې په زیاته کچه میوه او ترکاري له ګاونډي هېوادونو واردېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA