ads

په خوست کې د پخوانیو پروژو د پیل غوښتنه

د خوست يو شمېر اوسيدونکي له نوي حکومت غوښتنه کوي چې څومره ژر کېږي د نيمګړو پروژو کارونه دې پيل کړي، ځکه د هغوی په وينا د خلکو اقتصادي حالت ور پورې تړلی دی.

بصیر یاد
9 لړم 1401
په خوست کې د پخوانیو پروژو د پیل غوښتنه

د خوست ولايتي مسوولين بیا وايي، هڅه کوي نږدې راتلونکي کې د تېر حکومت پر سلګونو نيمګړو او په ټپه ولاړو پروژو بيا کار پیل کړي.
د خوست ښار دوه تنه اوسېدونکي رحمان ارمان او نقيب الله ځلاند وايي، که پر يادو پروژو باندې کار پيل نه شي، ښايي له تخريب سره مخ شي، چې بيا به يې سرته رسول يو څه ستونزمن وي.
دوی وايي، د تېرو شلو کلونو په جريان کې د زياترو ټولګټو پروژو کيفيت ته د اړتیا وړ لازمه پاملرنه نه کېده او له مسوولينو غوښتنه کوي چې په خوست کې د روانو او پيليدونکو ټولګټو پروژو کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
«په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ډېرې انشکافي پروژې دي، چې لا یې چارې په ټپه ولاړې دي. د خلکو غوښتنه له نوي نظام څخه دا ده چې، د پلان سره سم یې چارې پیل کړي څو د خلکو د ګټې سبب وګرځي.»
«موږ د نوي نظام له مسؤلینو غوښتنه کوو چې، دوی باید د پروژو د چارو لپاره داسې شرکتونه په نښه کړي، چې د ولس ګټو ته ژمن وي او پروژې په ښه بڼه سرته ورسوي او ولس ته اولویت ورکړي.»
په ورته وخت کې د خوست د اقتصاد رييس شهزاده پير وايي، دوی له هغو ډونرانو سره چې د يادو پروژو مالي لګښت يې په‌غاړه درلود، په اړیکه کې دي او هيله لري چې په ټولو نيمګړو پروژو باندې له سره کار پيل او بشپړې شي.
شهزاده پير وايي، د تېر جمهوري حکومت له ړنګېدو سره سم په دغه ولايت کې د ۲۷۹ ټولګټو پروژو کارونه په ټپه ودرېدل، چې مالي لګښت يې ۴ ميليارده او ۱۷۴ ميليونه افغانيو ته رسېږي:
«هغه پروژې چې په تېره اداره کې پلان شوې زما د معلوماتو په اساس ۴۰۹ پروژې دي، دا هم دولتي او هم غير دولتي تعقيبي پروژې دي. د تحولاتو له وجې چې وروسته تحول وشو، په اوله ربع کې پنځوس پروژې تکميل شوې وې، اته پروژې توقف کې وې، لس پروژې تدارکاتو کې وې او ۲۷۹ پروژې د کار په جريان کې وي.»
د خوست د اقتصاد ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال د بېلابېلو غير دولتي ادارو له لوري ۸۱ پروژې تر کار لاندې دي چې، زياتره يې د بشري مرستو په برخه کې دي او په وینا یې، د راتلونکي ۱۴۰۲ مالي کال لپاره يې د ۷ ميليارده او ۲۶۵ ميليونه افغانیو په ارزښت ۱۴۴ بېلابېلې ټولګټې پروژې مرکزي ادارې ته پشنهاد کړي چې، له منظورۍ وروسته به پلې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA