له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا محموله د ۴۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت صادره شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا محموله په مناسبه بیه او معیاري بسته بندۍ صادره شوه.
تر المان وړاندې چین هېواد ته هم په ډېره اندازه جلغوزي صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم خبر ورکړی چې نورو هېوادونو ته به هم د جلغوزیو صادرات پیل شي.