ads

په ننګرهار کې د تعرفو لوړوالی او د سوداګرو شکایتونه

ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د تعرفو د لوړوالي له کبله یې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

جان اغا صالح
8 لړم 1401
په ننګرهار کې د تعرفو لوړوالی او د سوداګرو شکایتونه

سوداګرو دغه څرګندونې د ریاست الوزرا داقتصادي شورا له سلاکار سره په کتنه کې وکړې.
د دغه ولایت د صنعت او معدن‌خونې رییس حاجي تورملنګ وایي، د تعرفو د لوړوالي له کبله په دغه ولایت کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه درېدلې او ۴۵ صنعتي فابریکې هم تړل شوي دي.
نوموړی له حکومت د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د تعرفو پر کموالي ټینګار کوي او هیله مند دی چې که پر سوداګریزو توکو تعرفې راکمې شي، نو تر ډېره به ورسره سوداګري ښه شي.
تورملنګ زیاتوي:
«په ننګرهار کې د سودګرو زیاتې ستونزې د تعرفو په برخ کې دي، ځکه تعرفې یې لوړې دي او له همدې کبله شاوخوا ۴۵ د شوکاڼې فابریکې بندې شوي او زرګونه خلکو ته چې په یادو فابریکو کې د کار زمینه برابره شوې وه؛ بې روزګاره شوي دي له حکومت د یادې ستونزې دحل غوښتنه کوو ، ترڅو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابري کړي.»
په ننګرهار کې د چرګانو د پلور او د صنعت ټولنې ویاند محمد ولي د تعرفو لوړوالی، د تورخم له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ستونزې او له پاکستان څخه د چرګانو واردېدل هغه لاملونه یادوي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
محمد ولي زیاتوي:
«اوسمهال په ننګرهار کې د چرګانو د دانې ګڼ شمیر تولیدي فابریکې فعالیت کوي او دا تولید شوي چرګان او دانه یې تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو ته صادریږي، خو زموږ لویه ستونزه دا ده چې له پاکستان څخه چرګان هېواد ته واردیږي چې له امله زموږ کاروبار خراب شوی.»
سوداګر همداراز د ماليي دورکړې په نوم دهغو دوسیو له مرکزه دبیرته رالېږدولو غوښتنه هم کوي، کوم چې په جمهوري نظام کې د فساد په شک کې مرکز ته لېږدول شوي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې رییس ګمراد عرب وایي، د یادو دوسیو غوښتنه یې په څو ځلي کړې، خو تراوسه یې د حل په برخه کې هېڅ نه دي شوي.
ګلمراد زیاتوي:«هغه دوسیې چې په تیر حکومت کې د تصفیې حساب لپاره کابل ته انتقال شوي شمیر یې ۲۹۰ ته رسېږي، موږ غوښتنه کوو چې دغه دوسیې دلته په ننګرهار کې وڅېړل شي، ځکه دلته مستوفیت او نورې اړونده ادارې شته دی؛ په څو ځلي مو دا غوښتنه کړې چې باید یادې دوسیې ننګرهار ته انتقال شي، خو تراوسه هېڅ نه دي شوي. غوښتنه کوو چې باید ننګرهار ته راولیږدول شي.»
له سوداګرو سره په لیدنه کې د ریاست الوزرا د اقتصادي شورا مشاور مولوي محمد ابراهیم حکمت دوی ته د یادو ستونزو د حل ډآډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې د امکان ترحده به یې ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.
حکمت زیاتوي:
«موږ څلور کسیزه هیت د ریاست الوزرا د اقتصادي شورا له لوري ننګرهار ته د سوداګرو د ستونزو د اورېدو او د حل په برخه کې راغلي یو، دلته مو د سوداګرو ستونزې واوریدې او هڅه کې یو چې ستونزو ته یې د حل لار پیدا کړو او ځینې حل دي او پاتې نورې به یې له خپلو مشرانو سره شریکې کړو او د امکان تر حده به ورته د حل لار پیدا کړو.»
د اسلامي امارت مشر د یو فرمان په صادرلو سره په مرکز کې یوه اقتصادي شورا جوړه کړې، څو په ولایتونو کې د سوداګرو ستونزې له نږدې واروري او ورته دحل لار پیدا کړي.
خو دا لومړی ځل دی چې د یادې شورا غړي ننګرهار ته سفر کوي، وبه لیدل شي چې د سوداګرو شته ستونزو ته تر کومه دحل لار پیدا کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA