ads

له کابل ښار څخه له ۱۴ زرو ډېر سوالګر راټول شوي

د سوالګرو راټولونې کمېټې د روان کال د لړم میاشتې تر اوومې نېټې د کابل له ښار څخه ۱۴ زره او ۳۹۳ سوالګر راټول کړي دي.

محمدخان بریال
8 لړم 1401
له کابل ښار څخه له ۱۴ زرو ډېر سوالګر راټول شوي

د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر ارزونې وروسته ۳۳۸۶مېرمنې مستحقې او ۵۷۶۸بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
همدارنګه ۱۳۲۸نارینه سوالګر دي، چې ۴۸۰یې مستحق او نور یې حرفوي دي.
په دغو سوالګرو کې ۱۷۵۲ماشومان مستحق پېژندل شوي، ۲۱۰۳حرفوي او ۵۶بې سرپسته دي.
د یادونې وړ ده چې د بې سرپرسته سوالګر ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته ور پېژندل کېږي چې له بدل اعاشې سربیره ورته د زده کړو زمینه هم برابریږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA