د یاد ولایت د کانونو رییس شمس الدین نظامي ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت انجینران د لومړنیو څېړنو لپاره دغه ولایت ته ورغلي و او یاد کان یې کشف کړی دی.
د نظامي په خبره، دا کان د بالامرغاب ولسوالۍ په تنګي بزبای سیمه کې کشف شوی دی.
نه یوازې بادغیس، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ګازو څاه ګانې او کانونه کشف شوي دي.